د کندوز والي ملا محمد خان دعوت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر محمدالله حکمت سره په کتنه کې، د روغتیایي خدمتونو پر پراختیا، د ناروغانو لپاره د سهولتونو پر برابرولو، د درملو د کیفیت او قیمتونو څارنې، او د واکسین د لړۍ پر څرنګوالي ټینګار وکړ.

ښاغلي والي وویل، متخصص ډاکتران د هېواد کدرونه دي او باید د خدمت مناسب شرایط ورته برابر شي. نوموړي ژمنه وکړه چې د ولایت مشرتابه به د کار، خدمت او انکشاف لپاره مهم پروګرامونه پلي کوي.

ډاکتر حکمت د ولایت له هڅو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د روغتیا په برخه کې به اصلاحات او مؤثر خدمات دوام ومومي.

Share.