د کندز د عامې روغتیا ریاست وايي، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازو سره د لیدنې پر مهال د دغه ولایت لپاره د ۵۰ بستریز انکولوژي (سرطان تداوي) روغتون د فعالېدو پر لارو چارو بحث شوی دی.
په دې لیدنه کې، د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت له سازمان څخه د دوامداره مالي او تدارکاتي ملاتړ مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره دې د روغتون ژر فعالېدو ته عملي ګامونه واخیستل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازو ډاډ ورکړ چې د سرطاني درملو رسول، د بایوپسي ټسټ انتقال، بې وسه ناروغانو ته د راجع کولو اسانتیا، او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخو کې به خپل ملاتړ روان وساتي.

د راپور له مخې، د روغتون تشکيل او بودیجه منظور شوې، اداري او مسلکي کارکوونکي ګمارل شوي او ډېر ژر به دا مرکز خپله فعاله درملنه پیل کړي، چې د کندز او ګاونډیو ولایتونو د سرطاني ناروغانو یوه ستره ستونزه به حل کړي.

Share.