د سوریې د اطلاعاتو وزارت خبر ورکړی، چې له سعودي عربستان سره به په همکارۍ ۴۴ اقتصادي تړونونه لاسلیک کوي، چې ټول‌ټال ارزښت یې نږدې شپږ مېلیارد ډالرو ته رسېږي. د سوریې د اطلاعاتو وزیر دغه موضوع په دمشق کې د سوریې او سعودي عربستان د پانګونې کنفرانس سره هم‌مهاله په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې مطرح کړې ده. د هغه په خبره دا تړونونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو اقتصادي برخو کې وشي.

Share.