د کندز امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار وایي، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې یې ۱۱ تنه، چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي، د غلا او نامشروع اړیکو په تور نیولي دي.
دخاکسار د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ۵ تنه د نامشروع اړیکو او ۶ تنه د غلا په تور د ښار له بېلابېلو سیمو څخه نیول شوي دي.
خاکسار، زیاتوي، چې نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.