د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، تېر کال یې په ټول هېواد کې د روغتیايي خدماتو د پراخېدو لپاره مهم ګامونه اخیستي دي. د دغه وزارت مسوولینو د یو کلنو لاسته راوړنو په ناستې کې وویل، چې د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د عمومي روغتونونو د جوړېدو بودجه برابرې شوې او لومړنۍ چارې یې پيل شوې دي. مسوولین زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د ۲۰ عمومي روغتونونو د جوړېدو چارې هم روانې دي، چې تر دې دمه پنځه روغتونونه بشپړ شوي او پاتې نور یې د جوړېدو په حال کې دي. د وزارت په وینا، له نویو روغتیايي مرکزونو سره شاوخوا ۴۷ زره مسلکي او ۲۵ زره نامسلکي کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

Share.