په بغلان ولایت کې د روان کال په تېرو څلورو میاشتو کې لسګونه عامه‌المنفعه پروژې پلي شوې دي.

د بغلان د والي ویاند باختر آژانس ته ویلي، دغه پروژې د زراعت، ښوونې او روزنې، ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او بیړنیو حالاتو په برخو کې، د بېلابېلو مؤسسو په همکارۍ، د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عملي شوې دي، چې له امله یې خلکو ته اړینې آسانتیاوې برابرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې سږ کال ۵۴ کورنۍ او بهرنۍ مؤسسې په دغه ولایت کې فعالې وې، او همداراز پنځه غیردولتي مؤسسو نږدې ۴۰۰۰ کورنیو ته د خوړو، غیر خوړو او نغدو مرستو وېش ترسره کړی دی. دغه کورنۍ زیاتره یا د وروستیو سېلابونو قربانیان دي یا هم هېواد ته بېرته راستانه شوي کډوال دي.

د والي ویاند ډاډ ورکړی چې د بغلان سیمه‌ییزه اداره هڅه کوي لا ډېرې عام‌المنفعه پروژې پلي کړي او خلکو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

Share.