د نیمروز ولایت سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې له ایران څخه د وارد شويو بې‌کیفیته تېلو ۱۵۳ ټانکرونه بېرته اړوند هېواد ته ستانه کړی شول.

د نیمروز والي ویاند قاري رحیم الله “ساجد” د سې‌شنبې پر ورځ( د زمري اوومه) ویلي: له وارد شويو ۲۵۰ تېل‌ټانکرو څخه څېړنو وښودله، چې ۱۵۳ ټانکرونه د ټیټ کیفیت وړ او د کار نه‌ول؛ له همدې کبله ایران ته بېرته ورستانه شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پاتې ټانکرونه هم تر څېړنو لاندې دي او تمه ده، چې نور ۹۷ ټانکرونه به هم د اړینو معیارونو د نه پوره کولو له کبله ژر وروګرځول شي.

د نیمروز والي د کیفیت لرونکو تېلو د واردولو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ له سوداګرو وغوښتل، چې د بې‌کیفیته تېلو له واردولو ډډه وکړي.

هغه خبرداری ورکړ، چې که دا کړنې بیا تکرار شي؛ نو د عاملینو پر وړاندې به یې قانوني او د ټینګار وړ چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې نیمروز ولایت له ایران څخه افغانستان ته د تېلو او نورو سونګ توکو د واردولو یوه اړینه ټرانزیټي لار ده او د وارداتو د کیفیت نږدې څارنه د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.

Share.