د کندز ولایت د کلیو د بیا رغونې ریاست له لوري، د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند حاجي محمد لعل، حاجي شایسته میر او صمد خان تره کي کلیو کې د ۹ کیلومتره فرعي سړکونو د ترمیم او جغل اچونې چارې روانې دي. د یاد ریاست رئیس مولوي اسدالله حامد له انجینري ټیم سره په سیمه کې د پروژې له بهیر څخه لیدنه وکړه او اړوندو تخنیکي ټیمونو ته یې لازمې لارښوونې وکړې. دغه سړکونه به نه یوازې یاد کلیو له ښار سره ونښلوي، بلکې لسګونو کاریګرو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

Share.