د کندز والي الحاج ملا محمد خان دعوت د بې‌پولي ډاکترانو له مشرې ایمیلي، د هغې مرستیال او د عامې روغتیا له رئیس ډاکتر محمدالله حکمت سره وکتل.
په ناسته کې د مور او ماشوم ۵۰ بستریز روغتون د شري ناروغانو د درملنې، درملو د انتقال اسانتیاوو، او د ولسوالیو د خلکو لپاره د عامه پوهاوي سیمینارونو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي والي د هغوی هڅې وستایلې او د ولسوالیو په کلینیکونو کې د هډوکو ناروغانو لپاره د ځانګړو څانګو پرانېستلو او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Share.