د کندز ولایت امنیتي پولیسو د وروستیو کشفي عملیاتو پر مهال لس تنه نیولي دي، نيول شوي شپږ تنه د نشهيي توکو د پېر او پلور، او څلور تنه د قماربازۍ په تور نیول شوي.
یاد عملیات د کندز ښار، او امام صاحب ولسوالۍ کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې له مظنونینو څخه ټابلیت کا، تریاک، چرس، شیشه، موبایلونه او د قمار وسایل هم تر لاسه شوي دي.
نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.