د دشت ارچي ولسوال مولوي عصمت‌الله اسامه د يون هیبټایټ مؤسسې له یو شمېر کارکوونکو سره د ناستې پر مهال وویل، چې د بې‌ځايه شويو او راستنېدونکو کورنیو لپاره به د سرپناه، پاکو اوبو او استنادي دیوالونو په برخو کې د خدماتو وړاندې کولو هرکلی وکړي.
د یون هیبټایټ موسسه له UNDP او UNHCR سره په ګډه غواړي، چې د ارچي په اړمنو سیمو کې بنسټیز خدمتونه پلي کړي. ولسوال د یادو هڅو ملاتړ اعلان کړ او د پوره همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

Share.