د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمير پوتین سره به د راتلونکې جمعې په ورځ په الاسکا کې وګوري. نوموړي پوتین ته د اوکراین سره د اوربند د منلو لپاره نېټه ټاکلې وه. ټرمپ ویلي چې ښکېل اړخونه، د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په ګډون د یوه اوربند هوکړې ته نږدې دي چې کولی شي درې نیم کلنه جګړه پایته ورسوي.
