د افغانستان اسلامی امارت حکومت، د اسراييلو له لوري د ټولې غزې د نیولو پرېکړه وغندله. د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه وزارت چې له دې سره به غزه کې روانه جګړه لا پراخه شي او بشري کړکېچ به لا زیات شي. بلخي له ټولو اغېزناکو لورو او نړۍوالو هېوادونو غوښتي چې پرېنږدي په غزه کې روان بحراني وضعیت لا خراب شي او هڅه دې وشي چې اوربند او د بشري مرستو داخلېدو ته زمینه برابره شي.