د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال، محمد رضا عارف ویلي، چې د تهران د خبرو اترو لوری هغه څه دي چې د ایران خلک یې غواړي او که مناسب شرایط رامنځته شي، له امریکا سره مستقیم مذاکرات هم ترسره کېدای شي. د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړی، چې تهران په عزت او وقار سره خبرې اترې کول غواړي او د یورانیمو د غني کولو له پروګرام څخه نه تېرېږي.
