افغانستان دا مهال له سلو زیاتو هېوادونو سره سوداګري لري. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پاکستان، ایران، هند، چین، روسیې او ازبکستان نوم د مهمو سوداګریزو شریکانو په توګه یاد کړی.
د وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد وایي، له خنډونو سره سره د افغانستان سوداګري ۱۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلې او د بندرونو په معیاري کولو سره به سوداګرو ته نوې لارې پرانیزي.

Share.