ټولګټو چارو وزارت ويلي، چې د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره یې څو مهمې پروژې په لاره اچولې دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ څلورمې برخې د لومړي فاز د جوړولو چارې روانې دي. همدارنګه د حیرتان–مزار شریف پټلۍ د بیارغونې چارې هم روانې دي. د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس زیاتوي چې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تورغنډۍ–هرات او هرات–کندهار د پټلۍ د جوړولو تړون له قزاقستان سره لاسلیک شوی دی.
