ایراني چارواکي وايي، چې هره ورځ له درېیو تر څلورو زرو پورې افغان کډوال افغانستان ته استول کېږي. د ایران خراسان ولایت د بهرنیانو او کډوالوچارو رییس جعفر سید ابادي ویلي، چې د بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو لړۍ به د روان لمریز کال د وږي تر میاشتې پورې دوام ولري. جعفر سید ابادي د زمري د میاشتې پر ۲۵مه نېټه ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه ۸۴۴ زره بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته استول شوي دي. دې ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې بې اسناده کډوال کولای شي د وږي تر میاشتې پورې د خپلو کورونو حسابونه او نور معاملات تصفیه کړي.