د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، افغانستان دامهال د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدوي.

اقتصادي معاونیت نن (دوشنبه، اسد ۲۷) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په هېواد کې د اوړو د تولید ۲۰۰ فابریکې فعاله دي او ۲۵۰۰ کسان په دایمي توګه په کې په کار بوخت دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانستان په کلني ډول شاوخوا ۶ میلیون ټنه اوړو ته اړتیا لري چې ۳.۵ میلیون ټنه اوړه په کور دننه تولیدیږي.

Share.