د روغتیا نړیوالې ټولنې (WHO) د افغانستان په ۷ بېلابېلو سیمو کې ۳۱ روغتیايي مرکزونو ته ۸۳ میټریک ټنه اړین طبي توکي رسولي دي.

دې ټولنې په ایکس پانه کې زیاته کړې؛ په دې باري کڅوړو کې، چې د اروپایي اتحادیې (EU) لخوا یې مالي لګښت پر غاړه اخیستل شوی؛ بېړني کېټونه، جراحي سیټونه او نور اړین توکي شته، چې په راتلونکو ۳ میاشتو کې د ۲۰ زره ناروغانو د درملنې لپاره بسنه کوي.

Share.