د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر د ترکي ۷۷ او د زولرستان شرکتونو له مسوولینو سره، بغلان ولایت کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۶۰ مېګاواټه برېښنا تولید هوکړه لیک لاسلیک کړ. د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د یادې هوکړې له مخې به د ترکي ۷۷ او زولرستان شرکتونه په ګډې پانګونې سره، د بغلان ولایت ګزه ګیل کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۶۰ مېګاواټو په ظرفیت برېښنا تولیدوي.