د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپایي هېوادونو له مشرانو سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال ویلي، چې د هغه په اند د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منلې ده چې د اوکراین لپاره امنیتي ضمانتونه ومني. هغه په دې غونډه کې د اروپایي هېوادونو مشرانو ستاینه کړې ده. ټرمپ ویلي، چې له دې لیدنې وروسته یې د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرې کړي څو د ده او زیلنسکي د لیدنې لپاره زمینه برابره کړي. په همدې حال کې د المان لومړي وزیر فریدریش مرتز ویلي، چې د پوتین او زیلنسکي ترمنځ به تر راتلونکو دوو اونیو پورې ناسته ترسره شي.

Share.