د راپورونو له مخې، المان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې ۲۱۱ هغه افغانان بېرته پرېږدي چې په دې وروستیو کې د پولیسو له لوري نیول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي. یاد افغانان په اسلاماباد کې د ویزو تر لاسه کولو په تمه وو څو المان ته د پناه غوښتنې په موخه ولاړ شي، خو د پاکستاني چارواکو له خوا تر نېول کېدو وروسته افغانستان ته رالېږل شوي دي.