د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، محمد اسحاق ډار د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزو خبرو شپږم پړاو کې د ګډون لپاره کابل ته را رسېدلی دی.

په کابل هوايي ډګر کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم او په افغانستان کې د پاکستان سفیر، عبیدالرحمان نظاماني د هغه هرکلی کړی دی.

په دغو درې اړخیزو خبرو کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، سیمه‌ییزو اړیکو او د ترهګرۍ پر ضد د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وشي.

Share.