د حماس مشر باس‌من نعیم ویلي، چې دوی د منځګړو د نوې اوربند طرحې ملاتړ کړی او اوس د اسرائیلو د ځواب په تمه دي.

د حماس په وینا، د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو کړنې د جګړې د دوام او پراخې وژنې نیت څرګندوي.

په ورته وخت کې، د «UNRWA» راپور ښيي چې د جګړې او قحطۍ له امله په غزه کې هره ورځ شاوخوا ۲۸ ماشومان وژل کېږي.

د امریکا استازی استیو ویتکاف هم ټینګار کړی، چې جګړه باید ژر پای ته ورسېږي، پاتې بندیان خوشې شي او غزه بېرته ورغول شي.

Share.