د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره اونۍ د پاکستان له بندخونو ۱۳۱ افغانان ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې یادو کسانو له یوې تر ۶ ورځو د بند موده تېرې کړې وه. پاکستان په دې ورستیو کې د افغان کډوالو لپاره شرایط ډیر سخت کړي، د ناقانونه کډوالو ترڅنګ، په دغه هیواد کې د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال هم د دوی پر وړاندې د مخ په زیاتیدونکو ننګونو په اړه اندېښمن دي.

Share.