د جوزجان په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د ۳ پروژو چارې د ۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې رییس لعل جان راشد ویلي، چې یادې پروژې د افغانستان د ماشومانو د مرستې موسسې په مالي ملاتړ او د پوهنې ریاست په همغږۍ پلې کېږي، چې پکې د ۶ ټولګيو ۲ اداري خونو، ۱۰ تشنابونو، احاطوي دېوالونو، ژورو څاه ګانو، د اوبو زېرمو او نورو اړینو ملحقات جوړول شامل دي. د نوموړي په وینا دویمه پروژه د افشارخانه منځني ښونځي لپاره د ۳۶۴ مترو په اوږدوالي د احاطوي دېوال د جوړولو او درېیمه پروژه د آقچې ولسوالۍ د ینګي اریغ د نجونو لېسې د ودانۍ ترمیم او د څاه کیندلو په برخه کې پلې کېږي.