په پنجشېر کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون پیل شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو بازارموندنه، د ملي صنعت پراختیا او د کورنیو محصولاتو د کارونې لپاره د خلکو هڅونه ده. په دغه نندارتون کې د بېلابېلو سکتورونو توکي په ۲۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.