ایراني رسنیو د دغه هېواد د بابل ښار د امنیتي مسوولینو له قوله لیکلي، ۱۵۰۰ ناقانونه افغان کډوال چې د بابل په بېلابېلو سیمو کې اوسېدل، افغانستان ته وشړل شول. د ايرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د بابل ښار امنیې قومندان ډګروال علي داداش تبار ویلي، چې د ناقانونه افغان کډوالو راټولولو طرحه له اعلان شوې لارښوونې سره سم په پرله پسې ډول دوام لري.

Share.