د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان له استازي محمد سعید العیاش سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې روغتیایي خدمتونه باید له سیاسي موضوعاتو څخه جلا پاتې شي. په دې کتنه کې دواړو لورو د روغتیايي سکټور د ودې، راتلونکو پروژو او همکاريو پر پراخولو خبرې کړې دي. جلالي ویلي، هڅه کوي چې د نړیوالو مرستو ترڅنګ د داخلي بودجې له لارې هم روغتیایي نظام پیاوړی کړي. ورته مهال العیاش د همکاریو د دوام ژمنه کړې ده.

Share.