د کانونو او پټرولیم وزیر د تاتارستان په د نفت، ګاز او کیمیاوي فورم کې ویلي چې افغانستان د روسي شرکتونو پر مخ د پانګونې دروازې پرانیزي، په ځانګړي ډول د نفت او ګاز په برخو کې. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، افغانستان یادو شرکتونو ته د پانګونې رسمي بلنه ورکړې او د امنیت او روڼتیا ډاډ یې هم ورکړی دی. هدایت الله بدري زیاته کړې چې د امو، کټواز او هلمند حوزې د هېواد سترې زیرمې دي، چې کولی شي نه یوازې د افغانستان داخلي اړتیاوې پوره کړي، بلکې د صادراتو وړتیا هم ولري.

Share.