د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د شوې زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو په تړاو خواشیني ښودلې او د هر ډول مرستې لپاره یې، د چمتووالي اعلان کړی دی.
یاد وزارت نن دوشنبه، وږي لسمه پر خپله اېکسپاڼه له افغان حکومت او ولس سره د ایران حکومت د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړی دی.
دغه وزارت لیکلي: «افغانانو په ځانګړي ډول د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو. تهران تیار دی د حکومت له لارې د ژغورنې او بیړنیو مرستو په برخه کې هر ډول همکاري وکړي.»
د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه دوه درجې زلزلې د هېواد کونړ، نورستان، ننګرهار او لغمان ولایتونه لړزولي چې خلکو ته یې درانه تلفات او مالي زیانونه اړولي دي.
ایران تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو طبیعي پېښو لکه سېلابونو او زلزلو کې بشري مرستې استولي دي.