د تخار په مرکز تالقان ښار کې د سپین زر سوداګریز ښارګوټي کې د غله جاتو منډوي پرانیستل شوه. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یادې منډوي د پرانیستې پر مهال ویلي، دا ډول سترې اقتصادي پروژې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او د خلکو د معیشت د ښه والي لپاره مهمې دي. نوموړي د خلکو له همکاریو مننه کړې او حکومت یې د ولس له ملاتړ څخه برخمن وباله. دغه منډوي د سپین زر شرکت له لوري د ۴ میلیونه ډالرو په لګښت د ۵۶۳ هټیو په درلودلو سره د ۸ میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.