د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د وړمې شپې زلزلې له امله چې ۸۰۰ کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۲ زره نور پکې ټپیان دي، له امله یې په اټکلي ډول ۱۲ زره کسان اغېزمن شوي دي. دغه سازمان په یوه تازه راپور کې دغه اغېزمنتیا مستقیمه بللې ده. روغتیا سازمان ویلي، چې دوی د لومړنیو بنسټونو له منځه وو چې روغتونونو ته یې بېړني روغتیايي کېټونه یا روغتیايي کڅوړې ورسولې.

Share.