په بغلان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر مسوولینو ویلي، چې د بغلان مرکزي ولسوالۍ په کچه د ۲۰۰ بېرته راستنو شویو کورنیو لپاره کورونه جوړوي. د مسوولینو په خبره څه باندې ۱۰۰۰ کورونه، چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي، د بیا رغونې تر کار لاندې دي.