د هرات ولایتي مسوولین وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې له دې ولایت څخه نږدې ۵۵۰ ټنه تازه میوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دي. په صادرو شویو میوو کې مڼې، آلبالو، ګلاس، هندواڼې، خټکي او زردالو شامل دي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي امر، محمد یوسف امین ویلي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د مېوو ونو د تېرو کلونو پرتله ښه حاصل ورکړی دی. امین وايي، سږ کال سلګونه ټنه تازه میوې د روسيې، قزاقستان، متحده عربي اماراتو، عراق او سعودي عربستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوې دي.