د سره میاشت شمال ختیځ زون ریاست خبر ورکړی، چې د کندز ولایت په دارالمجانین اداره کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې ۱۵۰ بستریز نوی بلاک پرانیستل شو.
په دې مرکز کې هغه ناروغان چې د رواني ستونزو سره مخ دي، وړیا تر څارنې او درملنې لاندې نیول کېږي. همدارنګه د ناروغانو د پاملرنې لپاره ټول لازم اسانتیاوې برابرې شوې دي، څو هغوی وکولای شي په یو سالم چاپېریال کې د هیلې او ډاډ سره بېرته عادي ژوند ته ستانه شي.