څلور تنو کسانو چې د ځنګلونو په ناقانونه پرې کولو او ویجاړولو کې یې لاس درلود، د شنې قطعې ځواکونو د عملیاتو پر مهال ونیول او عدلي او قضایي ارګانونو ته يې وسپارل.

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي نیاز محمد عابد د شنې قطعې د ځواکونو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړچې: «د ځنګلونو ساتنه د هر هيوادوال مسؤلیت دی او دکرنې رياست به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د شخصي ګټو لپاره طبیعي سرچینې ویجاړې شي.»

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د ځنګلونو،او نورو طبیعي سرچینو په ساتنه کې له دې ادارې سره همکاري وکړي او د هر ډول تخریب او غصب په اړه اړوندې ادارې ته په وخت خبر ورکړي.

کرنې ریاست زیاتوي چې ځنګلونه د هېواد له ملي شتمنیو څخه دي او د هغوی ساتنه د سالم چاپېریال او پایدار پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري.

Share.