د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان خصوصي سکټور او د قزاقستان د خوراکي توکو د قرارداد ملي شرکت تر منځ د څه باندې ۱۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې دي. صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې د دې هوکړو له مخې به نږدې ۶۰۰ زره ټنه لومړني توکي، چې اوړه، غنم، زغر او سویابین پکې شامل دي، له قزاقستان څخه وپېرل شي.

Share.