په بدخشان کې د لوی پامیر سړک د جوړولو چارې د دفاع وزارت له لوري پیل شوي دي. د پروژې مسوول محمد رحیم عابد د معلوماتو له مخې، دغه سړک به ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی ولري. نوموړي زیاته کړې، چې سړک د واخان ولسوالۍ د ګازخان له سیمې پیلېږي او د لوی پامیر تر زرقول جهیل پورې به وغځېږي. د عابد په وینا، تر اوسه د پروژې ۳۰ سلنه کار بشپړ شوی دی. واخان د بدخشان یوه سټراټیژیکه سیمه ده چې د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان تر منځ پرته ده.

Share.