د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیات شوي دي. د مسوولینو په خبره تمه ده، چې سږ کال به له ۱۶ هکټاره باغونو څخه ۷۴۲ میټریک ټنه د انګورو حاصل ترلاسه شي. یو شمېر بڼوال بیا وايي، د معیاري سړو خونو نشتوالي له امله اړ دي، چې انګور په کمه بیه وپلوري. د دو په خبره که دا وضعیت دوام وکړي، ښايي درانه مالي زیانونه وویني.