مولوي نیاز محمد عابد، د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس، د یو تخنیکي هیأت په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ د وضعیت د ارزونې په موخه علي‌آباد ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د سفر پر مهال، د کرنې رئیس لومړی له علي‌آباد ولسوال او د کرنیزو خدماتو له عمومي مدیر سره وکتل او وروسته یې له یو شمېر کروندګرو او مالدارانو سره له نېږدې خبرې وکړې. په دغو لیدنو کې د خلکو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې چې پکې د اصلاح شویو تخمونو برابرول، د نباتي آفتونو پر وړاندې مبارزه، د مواشو وقایه او درملنه، او همدارنګه د کرنیزو او اوبولګولو خدماتو پراختیا شامله وه.

د کرنې محترم رئیس د دغو ستونزو د اورېدو ترڅنګ، د ادارې پر هر اړخیزو هڅو ټینګار وکړ تر څو د کروندګرو او مالدارانو اړتیاوو ته رسېدنه وشي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د اړوندو ادارو په همغږۍ به د علي‌آباد ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ د وضعیت د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

په دوام کې د کرنې رئیس د یادې ولسوالۍ د کرنیزو خدماتو له مدیریت څخه هم لیدنه وکړه، د هغوی له کړنو یې مننه وکړه او د کارکوونکو فعالیتونه یې له نېږدې وارزول.

Share.