د کرنې ریاست د هدایت پر بنسټ، د ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو کارکوونکو د اړوندو ادارو په همغږۍ سره د چهاردرې ولسوالۍ د نورزي او نوآباد سیمو او د امام صاحب ولسوالۍ د چهلکپه په سیمه کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وکړ.
یادو کسانو هڅه کوله چې امارتي ځمکې په ناقانونه توګه لاندې کړي او ورباندې کورونه جوړ کړي، خو د کرنیزو خدمتونو مدیریت د اړوندو ادارو په همکارۍ د دې اقدام مخه ونیوله.
ویل کېږي چې امارتي ځمکې د عامه ملکیت په توګه پېژندل کېږي او هېڅ ډول شخصي استفاده ترې د منلو وړ نه ده. کرنې ریاست خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دغو ځمکو د هر ډول غصب پر وړاندې به جدي چلند وکړي.