د بغلان د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د بغلان، کندز او تخار ولایتونو څخه ۱۶ زره مټریک ټنه غنم اخیستل شوي او د بغلان په سیلو کې د بېړنيو حالاتو لپاره زېرمه شوي دي. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالکریم حذیفه رسنیو ته ویلي، چې یاد دا غنم به د بېړنیو حالاتو پر مهال د اړتیا وړ خلکو سره د خوراکي موادو د کمښت په صورت کې مرسته وکړي. د بغلان کروندګر دا کار د بزګرانو د ملاتړ یو مهم ګام بولي او زیاتوي، چې دا لړۍ باید د هېواد په نورو ولایتونو کې هم هر کال دوام ومومي.

Share.