د کندز ولایت امنیه قومانداني چارواکي وايي، د جنایي پېښو پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې شپږ تنه د نامشروع اړیکو او غلا په تور، او دوه تنه د ناسمو تبلیغاتو په تور د پولیسو له لوري نیول شوي دي. چارواکو زیاته کړې، نیول شوي کسانو په خپلو جرمنو اعتراف کړی او د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
همداراز، د پولیسو د هڅو په پایله کې یوه غلا شوې ریکشا د سارقینو له منګلو خلاصه او خپل اصلي مالک ته وسپارل شوه.