د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له پاکستان سره د سوداګرۍ حجم یو میلیارډ او ۱۰۸ میلیون ډالرو ته رسیدلی دی.

د دې وزارت ویاند وایي؛ سږکال افغانستان د ۳۰۴ میلیون ډالرو پر ارزښت صادرات او د ۸۰۴ میلیون ډالرو پر ارزښت واردات لرل.

پاکستان ته د افغانستان صادراتي توکي د ډبرو سکاره، پنبه، پروسس شوي تالک، مۍ، لوبیا، بادرنګ، تمباکو او دال دي.

دغه راز له پاکستان څخه مو واردات وریجې، سمنټ، طبي درمل، کتاني ټوکر، بېلابېلې جامې او کچالو دي.

Share.