د لغمان ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست چارواکو د الینګار ولسوالۍ د شاهي کانال د جوړولو کار وڅارلو او د ودانیز شرکت چارواکو ته یې د کار د چټکتیا لپاره اړینې لارښوونې وړاندې کړې.
د اوبو او انرژۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کانال کېندنې، قالببندۍ، کانکریټ اچولو او بېرته ډکولو عملیات چټک روان دي او پروژه تر اوسه پورې ۱۱.۵ سلنه پرمخ تللې ده.
دا ۷۰ کیلومټره اوږد شاهي کانال په دوه پړاوونو کې ډیزاین شوي او شاوخوا ۲۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.
د کانال لومړی پړاو ۳۰ کیلومټره اوږد دی او په څلورو برخو (لاټونو) کې به پلي شي او ۵ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به وپوښي، چې لومړۍ برخه یې ۶.۶ کیلومټره اوږدوالی لري.
د اوبو او انرژۍ وزارت ټینګار کړی، چې د کار چټکتیا او کیفیت د کرنې پراختیا او د اوبو سرچینو کارول مو لومړیتوبونه دي.