د ایران ملي امنیت سلاکار علي لاريجاني د یوې مرکې پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت به د افغانستان خاوره امریکا ته ونه‌سپاري او د امریکا پوځي یا استخباراتي حضور ته به اجازه ورنکړي؛ ځکه دا به د امریکایانو لپاره ګران او تلفات لرونکی وي او له سخت مقاومت سره به مخ شي.

د ایران د ملي امنیت سلاکار ويلي؛ اسلامي امارت حاضر ندي، چې د افغانستان یوه لویشت خاوره هم امریکایانو ته ورکړي.

د ایران ملي امنیت سلاکار علي لاريجاني د یوې مرکې پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت به د افغانستان خاوره امریکا ته ونه‌سپاري او د امریکا پوځي یا استخباراتي حضور ته به اجازه ورنکړي؛ ځکه دا به د امریکایانو لپاره ګران او تلفات لرونکی وي او له سخت مقاومت سره به مخ شي.

‎نوموړي ویلي؛ امریکا کولی شي د اسرائیلو پر مرسته د سیمې هېوادونه ویجاړ کړي؛ خو د دې وس نلري، چې ویې ساتي.

بل لوري ته یو شمېر شنونکي هم په دې باور دي، چې په افغانستان کې د امریکا بیا ځلي شتون به په افغانستان کې د جګړې،فقر، ناامنیو زیاتوالي او همدارنګه د ستر ناورین لامل شی.

Share.