د لوګر امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د یاد ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت په خوښۍ ولسوالۍ کې درې ورځې وړاندې دیو کشفي راپور په اساس د دوبندي اړوند شینکو په کلي کې ٦٧٤ کېلو ګرامه اومان نیولي.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې دغه نشه يې توکي د رفیق نومي کس په کور کې د پروسه لپاره ایښودل شوي وو تر څو شیشه ترې جوړه کړي، چې د کشفي راپور ترلاسه کولو وروسته د آمنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.

د یادولو ده چې نن شنبه د لوګر امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزه دمديريت منسوبینو او د لوګر ابتدائیه محکمې نماینده په شتون کې اندازه او ډیپو شوي دي.

Share.