په قرغزستان کې د افغانستان سفارت پډاګه کړې، چې دې هېواد د کونړ ولایت د زلزله ځپلو لپاره ۱۳۰ ټنه بشري مرسته، چې خواړه، د ماشومانو د ژمي جامې او نورې لومړنۍ اړتیاوې په کې دي؛ افغانستان ته ولېږله.
د سفارت د څرګندونو له مخې؛، دا مرستې په حیرتان بندر کې افغان چارواکو ته سپارل شوې دي.