د افغانستان بانک مسوولینو پرون د دغه بانک په عالي شورا غونډه کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی او په خبره یې افغانۍ د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو پرتله د ښه کېدو په حال کې ده. د یاد بانک رییس نور احمد اغا په دې غونډه کې چې ځینو غړو یې په انلاین بڼه حضور درلود، زیاته کړې، چې د بانکونو د شتمنیو، مدیریت او نقدینګۍ وضعیت په وروستیو میاشتو کې د پام وړ ښه شوی دی.